برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ جوزا , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیان په خپل هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي و وژل

پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.


بهرنیو ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې د خلکو پر کورونو بمبار کړی، چې د ماشومانو په ګډون يې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
د پکتیا چارواکي هم په سیمه کې د هوايي برید پخلی کوي، خو دعوه کوي چې شپږ تنه طالبان وژل شوي دي.paktia-saiadkaram-2
د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، برید د «کشفي معلوماتو» پر اساس د بهرنیو ځواکونو له لوري شوی دی.
بهرنیانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې د وري میاشتې په نیمايي کې د کندوز په دشت ارچي کې د خونړۍ ملکي مرګ ـ ژوبلې پړه یوه نیمه میاشت وروسته ومنل شوه.
یاده دې وي بهرنیو ځواکونو د روان کال یوازې په لومړیو دریو میاشتو کې نږدې ۱۲۰۰ هوايي بریدونه کړي دي، چې ډېری زیان يې ملکي وګړو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه