برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیان د نا امنیو اصلي لامل دي

په هیواد کې د نا امنیو بې ساري زیاتېدل، او د ملکي مرګ ژوبلي ډېریدلو د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي، او وایي د روان امنیتي وضعیت اساسي عامل بهرنیان دي.


د سناتورانو په وینا، امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، د پلازمینې په ګډون هیڅ ځای خوندي نه دی.
دوی وایي، سره له دې چې له بهرنیانو سره امنیتي تړون د امنیت را وستلو په موخه لاسلیک شوی، خو امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې کړکیچن کېږی.
د مشرانو جرګې د شنبې ورځې آزاد بحث په هیواد کي پر روانو ناامنیو ورټول و. سناتورانو وویل، د روانې نا امنۍ اصلي لامل بهرنیان دي چې ځیني ترهګرې ډلې د بهرنیانو له وسایطو او امکاناتو په استفادې پیچلي ترهګریز بریدونه په کار اچوي.
د سناتورانو اشاره د داخله وازارت پر نوي ودانۍ هغه برید ته وه چې څو ورځي وړاندي د داعش ډلي لسو وسلوالو په پیچلی او مرموز ډول ترسره کړ، د چارواکو په وینا د برید کوونکو وسلې او وسایط ټول بهرني او د لوړ کیفیت وو.
د دولتي سرچینو په خبره، که څه هم برید تلفات نلرل یوازي د ترهګرو په وژلو سره پای ته ورسول شول. خو دې کار خلک پر بهرنیانو شکمن کړي دي.
بلخوا د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار په ننګرهار کې د صفردوه قطعه د امریکایانو شخصي ملیشه وبلله او په وینا یې د هغوی خپلسري عملیات ټول د امریکايی ځواکونو په امر ترسره کیږي، د ده په خیره افغان دولت ورباندي خبر هم نه وي.
مسلمیار دا څرګندوني وروسته له هغه کوي چې څو ورځي وړاندي د ننګرهار په چپرهار کې ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پرمهال د سیمه ایزو پولیسو د قومندان په ګډون د مسلمیار د کورنۍ 9 تنه غړي ووژل او 8 نور یې ټپیان کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي