برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي

آریانانیوز: د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، او د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم د مسکو غونډې په دویمه ورځ په غونډه کې ګډون او وینا وکړې ده.


ښاغلي اتمر له رسنیو سره په مر که کې ویلي ، د پرونی ورځې په غونډه کې ټول پر دې سره سلا دي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.
نوموړي زیاته کړې، د ناستې برخه وال ټول دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې به یو اسلامي نظام واکمن وي، او که په اساسي قانون کې کوم بدلون ته اړتیا وي، په سلا مشوره به هغه بدلون په اساسي قانون کې راوستل کېږي.
ښاغلي اتمر ویلي، د غونډې ګډون کوونکي په دې هم سلا دي چې د خپلو خلکو او د مېرمنو حقوق وساتي، او ټول یو داسې ولسواکه نظام غواړي چې خلک په خپله اراده او په خپله رایه خپل برخلیک وټاکي.
له رسنیو سره په خبرو کې حنیف اتمر پر افغان حکومت اواز کړی چې د دې بین الافغاني مذاکراتو مخالف نه، بلکې د ملاتړ تر څنګ ګډون پکې وکړي.
د مسکو غونډه د فبرورۍ په ۵ پیل شوې .چی د افغان سولې په اړه د افغان سیاستوالو او طالب استازو تر منځ خبرې شوې دي. په دغې ناسته کې د ملاعباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ افغان سیاستوالو سولې په اړه مخامخ خبرې سره کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array