برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

بمبار لسګونه کورونه ویجاړ او ملکیان یې ووژل

آریانانیوز: د حکومت او بهرنیانو له لوري د اوربند او اورکم له غوښتنو سره هم مهاله، په جوزجان او بدخشان ولایتونو کې بمبار د لسګونو ملکي وګړو کورونه له خاورو سره برابر کړي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې
له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د ګډو ځواکونو له لوري د جوزجان ولایت د خمآب ولسوالۍ په مرکز او شاخوا کلیو باندې بمبارۍ او د ثقیله وسلو په مټ بریدونه شوي، چې له امله یې د خمآب ولسوالۍ شفاخانه، یو باب مسجد او ۲۲ کورونه ویجاړ شوي، یوه ماشومه په شهادت رسیدلې، او ۳ تنه ملکیان ټپیان شوي دي
په ورته وخت کې نن ماسپښین د بدخشان ولایت د مرکز «فیض اباد» اړوند «بند کوچنک» نومي سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبار په پایله کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون څلور تنه ملکیان وژل شوي
طالبانو هم هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره شوي بریدونه غندلي او له توافقنامې څخه د سرغړونو دوام یې نومولی
دغه بریدونه داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې طالبانو په قطر کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او ورپسې «خلیلزاد» ته له توافقنامې څخه د سرغړونو بشپړ لست کېښود او د ملکي وګړو پر کورونو او ددوی پر جنګیالیو د شویو هغو بریدونو په اړه یې ورسره جدي خبرې وکړې، چې طالبانو له توافقنامې څخه «سرغړونې» بللې
بل لور ته ملکی وګړي داسې مهال د ګډو ځواکونو د هوایي بریدونو تر دم لاندې دي، چې حکومت او بهرنیان په پرلپسې ډول له طالبانو د اوربند او اورکم غوښتنې کوي او له هغوی غواړي، د جګړې شدت کم کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي