برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

باید له امریکا سره هم هوایي دهلیز جوړ شي

آریانانیوز: اشرف غني چې د هیواد ځمکه یې طالبانو ته بایللې او هره ورځ یې د پاچاهۍ قلمرو کوچنی کیږي، د دې نقصان د جبیرې لپاره یې فضاء ته مخه کړې او هواګانې ګزوي. پخوا به خلکو مسرۍ ویله چې:
دیدن د بادو پیمانه ده
نه پرې مړیږم نه یې پنډ تړلی شمه
که پخوا له هواګانو څخه پنډ تړل یا د هوا ګزول یو محال کار معلومیده، مګر د اشرف غني اعجوبه حکومت چې ممکنات یې ټول په سر ورسول اوس یې محال او ممتنع کارونو ته هم لاس اچولی دی، درګرده هواګانې ګزوي او په فضا کې دهلیزونه او تونلونه جوړوي.
هر ورځ چې ماښام شي نو له رسنیو داخبره اورو چې اشرف غني له پلاني هیواد سره هوایي دهلیز پرانیست. خلک به فکر کوي چې دا به څومره په اساسي ډول جوړ شوی، ماډرن او په عصري وسائلو سمبال دهلیز وي چې اشرف غني یې پټۍ پرې کړه. خو له دې نا خبره چې هوایي دهلیز له لویه سره د اشرف غني د مفکرتوب په شان یو تش انتزاعي مفهوم دی او خارجي شتون یې یوازې په دې کې خلاصه کیږي چې مثلا پخوا له افغانستان څخه دوبۍ ته الوتکې تلې راتلې، اوس یې همدې مسیر ته د هوایي دهلیز نوم ورکړ او بس. له همدې تشې نومونې او ورپسې ګرمو تبلیغاتو پرته هوایي دهلیز کوم بل خارجي مفهوم نلري.
خو خیر چې اوزګار اشرف غني په کې اوس بوخت دی نو فضاء خو څه د خوراک شی نه دی او نه هم په هوایي دهلیزونو آسمان تنګیږي، هسې دې پرانیزي. خو دا یوه مشوره ورکوو چې د دې په ځای چې د ځنغوزیو، شلغمو او مولۍ سرخکو د صادرولو لپاره له بیلابیلو ملکونو سره هوایي دهلیزونو پرانیزي، نو په دې برخه کې دې اولویت وپیژني او یو داسې هوایي دهلیز دې افتتاح کړي چې زموږ د هیواد تقریبا ټولې ستونزې ورسره حل کیدلای شي.
خبره دا ده چې زموږ په هیواد کې تر ټولو اضافه، غیرضروري او د اخراج وړ توکي امریکایي عسکر دي چې دلته یې د جګړې بټ تازه ساتلی او هره ورځ د دوی د شتون له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، جګړه دوام پیدا کوي او د هیواد د روانې غمیزې غوټه لا پسې کلکیږي.
د دې لپاره چې زموږ هیواد له روانو ستونزو را ووځي او د بحران د ماشوړې سر وموندل شي، اشرف غني باید له امریکا سره هم یو هوایي دهلیز پرانیځي، تر څو دلته راغلي نابللي او سپين سترګي میلمانه(!) د ټیپرو په شان وربار کړو او بیرته یې هغه ځای ته پارسل کړو چې ترې راغلي دي.
که اشرف غني له امریکا سره همداسې یو هوایي دهلیز پرانیځي نو زما باور دی چې د هوایي دهلیز پدیده چې اوس ترې خلکو طنز او ټوکه جوړه کړې، یو سم مفهوم به پیدا کړي او دا به د تاریخ یوه منلې او معروفه اصطلاح شي. اوس خو هسې د اشرف غني په شان د امریکایانو هم د قرار په نسبت د فرار شوق زیات شوی دی.
څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت پینتاګون پخواني مرستیال بینګ ویسټ یوه خطرناکه خبرې کړې وه او په یوه ډول یې دې ته اشاره کړې وه چې که اشرف غني او د سپیني ماڼۍ واکمن د امریکایي عسکرو د باسلو لپاره هوایي دهلیز جوړ نه کړي نو امکان شته چې دغه دهلیز د ویتنام جګړې د وروستیو شیبو په شان د امریکایي سفارت له بام څخه جوړ شي چې دا به بیا د امریکایي اشغالګرو لپاره یو تاریخي پیغور وي.
بینګ ویسټ ویلي وو چې موږ باید دې ته مجبور نه شو چې له ویتنامه د تیښتې په شان په کابل کې د سفارت له بامه په هلیکوپټرو پسې ځانونه ونښلوو او وتښتو، بلکې د تېښتې سمه لار باید پیدا کړل شي.
د بینګ ویست خبره ځکه پر ځای ده چې دا هوایي دهلیز خو بیخي شریفانه اصطلاح ده او اوس ښه بازار هم لري. که د دې په ځای په تیښته محکوم اشغالګر د منډې په حالت کې په چورلکو پسې ټال شوي وي، څوک غورځیدلي او د چا بار او بستر پاته وي دا به د اشغالګرو لپاره خورا تاریخي بدنامي وي. نو ځکه ښه دا ده چې هسې ژر د امریکایي عسکرو د اکسپورټ لپاره له امریکا سره هوایي دهلیز جوړ شي.
حبیب مجاهد

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي