برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

بارنیټ روبین: امریکا افغان پوځ په خپل ځان متکي کړی و

آریانانیوز: د افغانستان د مسایلو کارپوه د امریکا پر حکومت د دې لپاره چې په افغانستان کې د ځان بسیا اردو د جوړولو هڅې ونه کړ، انتقاد وکړ او دا چې امریکا د افغانستان پوځ د سقوط لپاره جوړ کړی و.


د افغانستان دمسایلو کارپوه او د نیویارک په پوهنتون کې د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنیټ روبین وايي، امریکا افغان پوځ په داسې ډول جوړ کړ، چې د امریکايي سلاکارانو له وتلو وروسته سقوط وکړی.

روبین وویل چې په دومره لنډه موده کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اشرف غني د حکومت د سقوط تمه نه درلود او زیاته یې کړه: د نجیب الله حکومت له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته درې کاله دوام وکړ او د افغان پوځ مالي ملاتړ او تمویل ته یې دوام ورکړ. متحده ایالاتو هم د افغان پوځ مالي ملاتړ او تمویل ته دوام ورکړ، نو ما تمه درلوده چې حکومت ډیر دوام وکړي.

هغه په افغان حکومت کې پراخ فساد ته په اشارې سره وویل: د ځان بسیاینې لپاره د افغان پوځ د چمتو کولو په اړه د ویناوو سره سره، د متحده ایالاتو اردو افغان اردو په داسې ډول نه وو رامینځته کړې چې په خپلو دوو پښو ودریږي.

د افغانستان د چارو کارپوه وويل: امریکا افغان پوځ په خپل ماډل جوړ کړ، چې پرمختللې ټکنالوژۍ او نورو هغو تجهیزاتو ته اړتیا درلود ، او د امریکايي سلاکارانو او قراردادي عسکرو شتون ته اړتیا و.

په حقیقت کې افغان پوځ په یو ډول پلان شوی و چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ناگزیر وتلو وروسته سقوط وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي