برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اوچا: په افغانستان کې د کورنیو پورونه شپږ برابره زیات شوي دي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو پورونه شپږ برابره زیات شوي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د کورنیو پورونه په اوسط ډول شپږ برابره زیات شوي او له ۱۱۴ ډالرو څخه ۶۸۷ ډالرو ته رسېدلي دي.

اوچا زياته کړه، چې په افغانستان کې کورنۍ د کندې په څنډه کې ژوند کوي او په دسترخوان کې د خوړو د ایښودلو لپاره مبارزه کوي.

دې دفتر زیاته کړه: موږ نشو کولی بلې خوا ته وګورو. موږ باید د دوی (افغانانو) تر څنګ ودریږو.

په همدې حال کې اوچا مخکې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو خلکو سره د عاجلو مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ!