برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اوچا: افغانستان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې افغانستان د تاریخ له ستر بشري ناورین سره مخ دی.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د بشري ناورین خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خلکو ته باید بشري مرستې ورسول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف ویلي: نړۍ نه شي کولای په دې خطرناکه شېبه کې د افغانستان خلک پریږدي. په داسې حال کې چې موږ دغو حکمونو ته د حل د موندلو لپاره د طالبانو له چارواکو سره خبرو اترو ته دوام ورکوو، موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د حیاتي بودیجې له ورکولو څخه په ډډه کولو سره د افغانستان خلک نور مجازات نه کړي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او ۶ میلیونه یې د قحطۍ په څنډه کې دي.

شریک یي کړئ!