برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

انسان تښتوونکي ووژل شول

آریانانیوز: کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کندهار ولایت منسوبینو تېره ورځ دوه انسان تښتوونکي په ډزو وژلي دي
دغه وزارت زیاتوي، یادو کسانو د کندهار ښار د دوهمې حوزې له اړوند سیمو یو لس کلن ماشوم تښتولی و او د ماشوم له کورنۍ یې د ډېرو پیسو غوښتنه کړې وه، چې د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله یې د معصوم ماشوم په وژلو لاس پورې کړی و
د خبرپاڼې په حواله، د کندهار ولایت پولیسو په ښورندام سیمه کې د انسان تښتوونکو د نیولو په هدف عملیات پیل کړل، چې ترمنځ یې نښته رامنځته شوې او دواړه انسان تښتوونکي د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي