برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا په پخپلو ژمنو هیڅکله هم عمل نه دی کړی

آریانانیوز: د افغانستان د میرمنو د ټولنې مشرې میرمن فتانه اسحاق ګیلانی په کابل کې دسولې په باب دمیرمنو د لیدتوګې نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی. دسولې ټینګیدا له ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو سره مبارزه او د جنګ پای ته رسول دافغانستان ولس ته دامریکا ژمنې وې ، چې واشنګټن په دوی کې یوې ژمنې ته هم پابنده نه ده .
میرمن فتانه ګیلانی زیاته کړې،امریکا په تیرو اتلسوکلونوکې په افغانستان کې دعامو خلکو له وژلو ، دترهه ګرۍ له پراختیا، دناکراریو،تشه ایزو توګو دتولید اوټرانزیټ له زیاتیدو پرته له ځانه بل هیڅ میراث نه دی پریښودلی .
د افغانستان د میرمنو دټولنې مشرې ددغه هیواد پر رسندویو هم غږ کړی،څو په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت دټینګولو په پلمه د امریکا دپوځی شتون اصلی موخه او دغمیزې ژوروالۍ دې دخلکو په وړاندې وښئ .

هغې ددې خبرې په کولو سره چې د اسلام پاک دین میرمنو ته خاص مقام ورکړی دی ، وئیلی دی،دتاریخ په اوږدو کې دافغانستان میرمنو هماغه راز له دغه هیواده د شوروی په شړلو کې د خپلو سړیو ترڅنګ هم ارزښتمنه ونډه درلودلې او دخپل وطن ددفاع لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموی .

شریک یي کړئ!