برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا په افغان سوله کې چین ته د رول ورکولو سره مخالفت ښودلی

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړو چارواکو ویلي چې امریکا په افغان سوله کې د چین د رول سره مخالفت لري.


د پاکستان انګریزي ورځپاڼې «دي نیشن» د راپور سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړو چارواکو ورته ویلي چې امریکا په رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت سره په تماسونو کې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د شخړي په حل کې دي د چین پر رول ډېر ټینګار نه کوي.
دوی دغه غوښتنه داسي مهال کړې چې پاکستان، چین او افغانستان په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د قضیې د حل په موخه یوه غونډه جوړوي.
دغو چارواکو ویلي، امریکا د پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د جګړې په حل کې دي پر سیمه ییزو قوتونو باندي ډېر باور نه کوي.
د ورځپاڼي د راپور سره سم د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ورته وویل: «په عمومي ډول امریکا د افغانستان په قضیه کې چین یو اړخ نه بولي، دوی غواړي دغه مسله د امریکا په مشري هواره شي».
نوموړی وایی چې مونږ امریکا ته وویل، د افغانستان د موضوع د حل په موخه که له هرې خوا کومک راځي، باید مونږ ښه راغلاست ورته ووایو.

نوموړی زیاتوي: «مونږ ټینګار وکړ چې د افغانستان د موضوع اصل اړخ خپله افغانان دي، نور ټول اړخونه تسهیل کاران دي، ځکه نو د افغانستان د سولې اړوند هر هیواد ته باید ښه راغلاست ووایو».
باید وویل شي چې روانه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو مسؤوله «الیس ویلز» پاکستان ته تللې وه او هلته یې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون، د مالیې وزیر اسد عمر، د کورنیو چارو وزارت چارواکو او پوځي چارواکو سره لیدلي وه.
د یادونې وړ ده چې په تیرو ورځو کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چین ته تللی وو او هلته یې د چین د ولسمشر سره ولیدل، دواړو اړخونو د افغانستان په ګډون پر خپل منځي او هندوستان سره پر اړیکو خبرې کړي دي.
په همدې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته وویل چې د روان کال په وروستی میاشتې دیسمبر کې کیدای شي د افغان سولې په اړه پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه ناسته وکړي.
باید وویل شي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو او جګړو د توندوالي سربېره د افغان سولې په اړه هم مختلفو هیوادونو هڅې په کار اچولي چې په همدې لړ کې سبا د روسیې په مشري د «موسکو فارمیټ» ناسته تر سره کیږی چې په لومړي ځل د طالبانو سیاسي دفتر استازي او د سولې عالي شورا غړي په کښي سره مخامخ کیږي.
که څه هم طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې مذاکرات نه کوي بلکې خپل موقف تر نړیوالو رسوي خو د کتونکو په نظر په یوه غونډه کې د دواړو اړخونو یو ځايي ګډون ښه پرمختګ بلل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي