برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا په افغانستان کې پوره ناکامه شوې

آریانانیوز: روسیه وايي امریکا په افغانستان کې له اوولس کاله جګړې سره سره پوره ناکامه شوې ده.


د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخرووا کریمیا کې رسنیو ته وویل، امریکا په افغانستان کې له «ترهګرۍ» سره مبارزې او د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.
هغې وویل، دلته شته ګواښونه موږ ټول ځوروي او په وینا يې په افغانستان کې ټول ګواښونه په پوره زور سره پیاوړي کېږي.
روسیه امریکا په افغانستان کې د داعش په را پیداکولو، تمویل او ملاتړ تورونوي، چې هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره يې د ګواښ په توګه وکاروي.
په کابل کې د روسيې استازي ضمیر کابلوف څو ځلې ټینګار کړی چې دوی لا هم د هغو چورلکو په اړه معلومات نه لري چې داعش جګړه مارو ته مهمات او مرسته ور رسوي.
امریکا اوولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې تر اوسه يې د دوی د سرچینو په حواله د ناټو تر ۳۵۰۰ ډېر عسکر له لاسه ورکړي او ۲۱۷زره ملکي افغانان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي