برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا پر نظامي یرغل سربېره، اخلاقي فساد او بې عدالتۍ هم راوړې

آریانانیوز: د امریکايي یرغل د اوولسمې کالیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا یوازې نظامي یرغل نه؛ بلکې فرهنګي او فکري یرغل هم دی.



اعلامیه کې د ځوان نسل پر انحرافولو، اخلاقي فساد په خپرولو او د ښځو د حقونو په نامه د ښځو ننګولو برخو کې امریکا ملامته بلل شوې.
د دې اعلامیې یوه کاپي نن ټکی اسیا ته هم را رسېدلې، چې دلته يې پوره لوستلی شئ:
د امریکايي یرغل د ۱۷ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
له نن څخه، ۱۷کاله وړاندې د ۱۳۸۰لمريز کال د ميزان پر ۱۵مه نیټه د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ او د هوا او ځمکې له لارې د افغانستان په پاک حریم را وختل.
ظاهراً دا یرغل د ۱۱م سپتمبر د پیښې په پلمه پیل شو، هغه پیښه چې نه پکي افغانان دخیل ول، نه ورځیني خبر ول او نه یې تراوسه پوري امریکا کوم داسي شواهد وړاندي کړای شول، چې د خپل ناروا یرغل لپاره یې موجه او منطقي دلیل وګرځوي.
هغه مهال چې د هیواد پر 95٪ سلنه خاوره یو مستحکم اسلامي نظام نافذ و، هغه نظام چې تازه یې هیوادوالو ته له تنظیمي آنارشیزم او خپل منځي جنګ جګړو څخه نجات ورکړی و، سرتاسري امنیت او ثبات یې رامنځ ته کړی و.
د دې لپاره چې یرغلګر د خپل کړي وحشت لپاره د برائت څه توجیهات ولټوي او په تاریخ کې د افغانانو د مظلومیت له حسابه ځان خلاص کړي؛ نو د خپل برید لپاره یې نوري موخي هم په دې ډول وټاکلي چې :
افغانستان به پر خپلو پښو دروي، نشه يي توکي به له منځه وړي، د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم به رامنځ ته کوي، سوله، ثبات او امنیت به تأمینوي.
خو نن وینو چې د یرغل څه کم دوې لسیزي په پوره کیدو دي، خو هرڅه سرچپه روان دي، افغانستان لاهم دامنيتي او عادي ژوند په برخه کې محتاج هیواد دی.
نشه ئي توکي چې د امریکایې یرغل څخه مخکې یې اسلامي امارت تر خپله واکمني لاندي د کښت کچه صفر ته راټیټه کړي وه؛ اوس بیرته په نړیواله کچه لومړی مقام لري.
د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم جوړول څه چې د نړۍ په کچه یو فاسد ترین، غل او د شروفساد ګډوله سیستم يې پر افغانانو د الوتکو او ټانګونو په مټ تحمیل کړی او حمايه کوي يې.
د ثبات او امنیت دا حالت دی چې د نړیوالو ناپییلو ادارو د سرویګانو او راپورونو له مخي په تېر یوه کال کې څه باندي څلویښت زره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي، یوناما اعلان کوي چې د بهرنیانو او کابل ادارې د بمبار او شپنیو عملیاتو له امله د ملکي تلفاتو فیصدي 52٪ سلني ته اوچته شوي، د کابل ادارې دفاع وزیر بهرامي خپله مني چې په یوه میاشت کې د دوی ۱۳۰۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي.
امریکایي یرغلګرو پر وژنو، ربړونو، تعذیبونو، لوټمارۍ، بي امنۍ او عامه فساد سربیره دلته ګڼې نوري اجتماعي ستونزې هم وزيږولې، قومي او ژبني اختلافات يې راوټوکول، ځوان نسل يې له خپلو افتخاراتو لري او په غربي بد اخلاقیو ککړ کړ، د ښځو د حقوقو په نامه يې د ښځو ژوند ته جدي ګواښونه پيښ کړل، زموږ ډيری ځوانان يې پر اخلاقي فساد برسیره په نشه یي توکو روږدي کړل.
لا هم د ولسي خلکو پر کورونو، مساجدو، مدارسو، کلینکونو، عامه تأسیساتو بمبارونه، د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو ورځنی معمول ګرځیدلی .
په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل، اشغال او د هغه دوام په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دوی د وحشت د ۱۷ مې کلیزي د پوره کیدو پر مهال یوځل بیا پر یرغلګرو ږغ کوي چې نور زموږ هیواد پریږدئ، نور خپل وحشیانه اشغال ته خاتمه ورکړئ، د خپل منحوس موجودیت په وجه د بی ګناه افغانانو وینې توی نه کړي، افغانان پریږدئ چې د خپل هیواد او راتلونکي په اړه په خپله پریکړه وکړي.
دا هماغه سالمه او معقوله لاره ده چې اسلامي امارت د قضيې د ریښتوني حل په موخه په وار وار تاسو ته په ګوته کړي ده.
کنه نو افغان مؤمن اولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وئ. ان شاءالله
وما ذلک علی الله بعزیز
د افغانستان اسلامي امارت
۲۷/۱/۱۴۴۰هـ ق
۱۵/۷/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/10/7م
امریکا اوولس کاله وړاندې پر افغانستان یرغل وکړ، چې د ګارډین ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر ۳۵۰۰ ډېر بهرنیان پکې وژل شوي او ۲۱۷زره ملکي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي