برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا له کلونو راهیسې افغانان یی غولولی دی

آریانانیوز: د رسندویو له راپور سره سم پخواني ولسمشر حامد کرزي د لیبریشن په نوم ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو په غولولو بوخته ده
کرزي په مرکه کې ویلي، افغانان اوربند ته بې صبرانه انتظار کوي تر څو پر دوی تپل شوې جګړه ختمه شي
نوموړي ویلي، پر امریکا هیڅ باور نه شي کولی، ځکه د دغه هېواد په ۱۹ کلن شتون کې افغانانو د جګړې ډېره لویه بیه پرې کړه، خو ترهګری په افغانستان کې لا ډېره شوه
کرزي زیاته کړې، امریکا په ۱۸ کلونو کې د ترهګرو په خوندي ځاله سترګې پټې کړې خو په افغانستان کې یې هم د سترګو په وړاندې له پنځو کلونو راهیسې داعش ډلې وده کړې ده: په امریکا باور نشته، دوی باید کاملا له افغانستان څخه ووځي. نه یې نظامي ځواکونه غواړو نه یې استخباراتي حضور ته اړتیا لرو، دوی یوازې ډپلوماټیک حضور په افغانستان کې ساتلی شي
کرزي په دغه مرکه کې ویلي، که امریکا په زور، ګواښ، فساد او یا انتصاب په افغانستان کې خپل لاسپوڅی حکومت راولي، دا کار کولی شي، خو دا به لنډمهالی وي: امریکا له ډېرو کلونو راهیسې افغانانو ته فریب ورکوي خو دا به تر ډېره دوام ونه کړای شي
کرزي ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان په ګټه دي او دا د ټولو غوښتنه هم ده: جګړه ټوله امریکایانوجوړه کړې، دوی دې ووځي هر څه به سم شي، طالبان به په نظام کې برخه ولري، که د پردیو لاسوهنه نه وي هغوی هم کولی شي په ارامۍ ژوندوکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي