برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا له اوولس کاله جګړې وروسته هم ناکامه ده

آریانانیوز: د مطلب د لیکوال په وینا امریکا په نږدې دوو لسیزو کې ونه توانېده، چې دغه هېواد ته ثبات راوړي.


سرچینه وړاندې زیاتوي، چې روسیه له همدې موقع په ګټه غواړي له افغان ولس سره همکاري وکړي.
په مطلب کې په مسکو کې د سولې ناستې او د روسیې په هڅو سوله‌ییزو فعالیتونو ته اشاره شوې ده.
سرچینې په کابل کې د روسي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي، چې د دې مذاکراتو لپاره پر طرحو کار کوي.
د مسکو ناسته وړاندې د افغان حکومت له لوري وځنډول شوه، خو څو ورځې وړاندې د افغان چارواکو یو پلاوي مسکو ته سفر وکړ، چې د راتلونکې ناستې لپاره تیاری ونیسي.
هم مهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې د نړیوالو بریا په دې کې ده، چې د سولې لپاره هڅې وکړي.
امریکا پوره اوولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه د ناټو د ملاتړو په ملګرتیا پر افغانستان یرغل وکړ.

شریک یي کړئ!