برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا له افغان امنیتي بنسټونو سره مالي مرسته وځنډول

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د امنیتي بنسټونو په مشرتابه کې د فساد له کبله له هغوی سره مالي ملاتړ درولی، چې له امله یې په جګړه کې ښکیل ۳۰ زره پولیسو ته د وروستیو میاشتو معاشونه نه دې ور کول شوي.


دیوراپورله مخی د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته د معاش نه ورکولو دلیل دا ګڼي چې په وینا یې بایومیټریک شوي نه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، له معاشه د پاتي پولیسو شمېر دیرش زرو ته نه رسیږي، بلکې د یو شمېر پولیسو معاشونه؛ ځکه نه دي اجرا شوي، چې په بایومتریک سیستم کې نه دي شامل شوي.
د نوموړي په وینا؛ هڅه کوو، چې له یوې بلې سرچینې دغه شمېر پولیسو ته پیسې ترلاسه او معاشونه یې اجرا کړو.
که څه هم د افغان ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتیرو راپورونه له ډېره وخته ورکول کیږی، خو په دې وروستیو کې چې کورنیو چارو وزارت دوې سترې قطعې ملي دفاع وزارت ته وسپارلې او په کاغذونو کې یې شمېرله اصلي شمېرې نه په زرګونه ډېر و؛ دا خبره نوره هم باوري شوه.
وړمه ورځ د غزني د پولیسو نوي امنیه قومندان فرید احمد مشعل وویل چې د خیالي پولیسو په اړه یې پوره څیړنه کړي، په وینا یې تر اوسه د شاوخوا 1000 تنو خیالي پولیسو درک لګیدلی چې په نامه یې اعاشه اخیستله کیږي. نوموړي ویلي هغه مسؤلین، چې د خیالي پولیسو په نامه یې معاشونه جیبونو ته اچولي؛ څارنوالۍ ته وروپېژني.
افغان ځواکونو سره ناتو هر کال شاوخوا څلور میلیارد دالر مرسته کوي.
د نیویارک ټایمز په خبره، ناټو پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دې مرستو ځنډېدل به له دې سره مرسته وکړي، چې بایومتریک سیستم ګړندی شي. او د فساد مخه ونیوله شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي