برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکا غواړی خپل ټول ځواکونوله افغانستان څخه و باسي

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري وباسي.
ان بي سي شبکې د درې لوړپوړو امریکايي چارواکو له قوله وویل، چې د امریکا ولسمشر د کرونا ویروس له وېرې غواړي له افغانستان څخه خپل ټول سرتېرۍ وباسي. راپور کې راغلي چې ولسمشر تړمپ د کرونا ویروس له امله افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه اندېښمن دی، او غواړي چې خپل سرتېري ژر تر ژره کور ته ستانه کړي
د امریکا پوځي چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه کره شمېره نه ښودل کېږي، او ښايي د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر لس برابره د هغه وي چې افغان حکومت یې خپوروي
افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کې ډېروالی راځي، چې له همدې امله تړمپ د خپلو سرتېرو په اړه اندېښنه ورولېدلي، او غواړي خپل سرتېري له افغانسان څخه وباسي
اوس مهال په هیواد کې شاوخوا لس زره امریکايي سرتېري مېشت دي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس ټاکل شوې ټول شمېر امریکايي ځواکونه په څوارلس میاشتو کې هیواد پرېږدي.

شریک یي کړئ!