برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا د ښځو لپاره د نړۍ لسم خطرناک هېواد دی

رویټرز په نړۍ کې د ښځو د وضعیت په اړه په خپاره کړي تازه راپور کې ويلي، له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې ترامریکا یوازې نهه هېوادونه وړاندې دي.


د سرچینې د راپور له مخې امریکا د ښځو د ځورونې په تېره بیا جنسي ځورونې په برخه کې د نړۍ لسم هېواد دی.
دغه راپور زیاتوي، د ملګرو ملتونو د ۱۹۵ غړو هېوادونو له ډلې پر امریکا سربېره هند، سوریه او افغانستان هم خطرناک هېوادونه یاد شوي دي.
د سرچینې د راپور پر اساس هند د نړۍ په سطحه د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی، خو سوریه او امریکا د ښځو لپاره یو ډول هېوادونه یاد شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې څو موده وړاندې ځينو لوېدیځو رسنیو په امریکا کې د ځانوژنې د سلنې د لوړېدو راپورونه هم ورکړل.
یاده دې وي پر افغانستان د امریکا د یرغل یو دلیل دا هم وړاندې کېده، چې په دې هېواد کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي