برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې پرمختګ نشي کولی

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي له تېرو څو ورځو راهيسې په امریکا کې د افغانستان کشالې په اړه په خپلو څرګندونو کې د افغانستان سولې لپاره د پاکستان پر رول ټينګار کوي او زياتوي، چې په افغانستان کې د پاکستان له همکارۍ پرته پرمختګ ناشونی دی، خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې پاکستان پر طالبانو دومره اثر هم نه لري، چې د سولې خبرو ته يې مجبور کړی شي.
ښاغلي قريشي تېره شپه اسلام اباد ته له روانېدو وړاندې په واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې له تېر يوه کال راهيسې امریکا پر پاکستان نيوکې کولې، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په لوړه کچه اړيکې پرې شوې وې، خو اوس دغه کنګل مات شوی او د امریکا له لوري مثبت پيغام ورځي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په اړه ضد او نقیض څرګندونې کړي دي.
نوموړي يو ځل ويلي، چې پر طالبانو دومره اثر نه لري، چې د سولې خبرو ته يې حاضر کړي، خو بل پلو بيا وايي، چې امريکايي چارواکي يې په دې قانع کړي، چې په افغانستان کې د پاکستان له مرستې پرته پرمختګ نه شي کولی.
قريشي وايي: «امريکايي چارواکو ته مو ویلي، چې په افغانستان کې د پرمختګ لپاره بايد له پاکستان سره خپل چلند سم کړي.»
د نوموړي د خبرو په منځ کې بل ټکر دا و، چې وړمه ورځ يې د سولې په څېړنيز مرکز کې يوې غونډې ته وويل، چې د امریکا او پاکستان اړيکې د کابل له لارې تېريږي، خو تېره شپه يې يو ځل بيا وويل، چې امریکا بايد پاکستان ته يوازې د کابل له سترګو ونه ګوري او زياته کړې يې وه، چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې اويا کلن پخوانی تاريخ لري او امریکا بايد اوږد تاريخ ته وګوري او خپله تګلاره وسنجوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي