برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا د حکومت سره ۱۵۳ میلیونه ډالر مرسته کمه کړې

آریانانیوز: امریکا له افغان حکومت سره د مرستې په وږدو کې راتلونکي کال کې د روان کال په پرتله ۱۵۳ میلیونه ډالره کم کړي دي.


د امریکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې د معلوماتو پر اساس امریکا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له افغان حکومت سره په ملکي او انکشافي برخه کې د مرستې لپاره ۶۳۰ میلیونه ډالر بېل کړي دي.
د دې سرچينې په وینا دغه مرسته په روان میلادي کال کې ۷۸۳ میلیونه ډالر و او تېر کال ۲۰۱۷م کې شاوخوا میلیارد ډالر و.
په ټوله کې د افغانستان لپاره په پوځي امنیتي برخه کې د را روان میلادي کال لپاره پنځه میلیارده ډالر بېل شوي دي.
د امریکا کانګرس ته د دې بودجې د وړاندیز په متن کې یادونه شوې، چې امریکا کولی شي په دې پیسو د افغان عسکرو روزنه او تمویل وکړي او په دې توګه د دوی د مخالفینو پر وړاندې دغه روزل شوي عسکر سپر کړي.
افغان چارواکو لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو له عادت سره سم هغوی د امریکا هر ډول اقدام پر وخت ستایلی او هرکلی يې کړی دی.
امریکايي چارواکو د مرستې د کمښت علت نه دی په ډاګه کړې، خو بېلې کړې پيسې يې کافي بللې دي.
ځينو سرچينو وړاندې تر دې هم داسې راپورونه ورکړي و، چې د ټرمپ حکومت له افغان حکومته زړه توری شوی او غواړي ځان ور ټول کړي، ځکه خو يې له طالبانو سره مخامخ خبرې هم پیل کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array