برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا د جنسي پیاوړتیا په پلمه

آریانانیوز: رأي اليوم د امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په حواله وايي، چې امریکايانو په افغانستان کې د جاسوسانو په موندلو کې د جنسي پیاوړتیا درمل هم کارولي دي.


سرچینه د یو امریکايي عسکر له خولې لیکي، له امریکايي یرغل سره جوخت د «ویاګرا» له ګولیو ګټه اخیستنه روانه ده او ان قومي مخور يې د امریکایانو ملګرتیا ته هڅولي دي.
واشنګټن پوسټ د امریکايي عسکر په حواله وايي، چې د سې آی اې یو مامور یو ۶۰ کلن قومي مشر ته چې څلور مېرمنې يې درلودې، یو پاکټ ګولۍ ډالۍ کړي، چې بل ځل يې د ګولیو پوښتنه کوله، نو د طالبانو د مرکزونو په اړه يې بشپړ معلومات راوړي و.
سرچينه زیاتوي د افغانانو په ملګري کولو کې د دې ګولیو تر څنګ د کار او کسب سامانونو او ان د کوچنیانو د لوبو سامانونو اغېز کړی دی.
ورځپاڼه د امریکايي عسکرو په حواله وايي، که څوک غواړي افغانستان کې تکیه پیدا کړي، باید قبایلي مشران يې وپېري.
امریکا د یرغل له پیله د پورته درملونو تر څنګ د جنسي بېلارۍ لپاره د لوڅو فلمونو او نشه‌يي موادو په ویش په تېره شرابو هم ګڼ ځوانان خپلې خواته ور مات کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي