برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا دافغانستان په جنګ کې ماته خوړلې ده

آریانانیوز: دسپوټنیک خبری آژانس دراپور پراساس ړ د امریکا یوه پخوانی جنرال ډان بلډک منلې ده چې امریکا دافغانستان په جنګ کې ماته خوړلې ده او دخپلو قدرت غواړی خوی لپاره ئې په زرګونو پوځیان قربانی کړل.


دامریکادغه پوځی جنرال چې دطالبانوپه یوې پراخې حملې کې ئې کابو اویا عسکر وژل شوی وو، دافغانستان په اتلس کلن جنګ کې د امریکائی عسکرو دمرګ ژوبلو زیاتیدا او دجنګ طالبانو ته سپارلو ته اشاره کړې او د امریکا جنګ غواړی او سرزوری سیاستونه ئې په دغه جنګ کې د واشنګټن د ماتې عامل وبلل .
له دې مخکې هم د امریکا زیات شمیر قوماندانانو اعتراف کړی ، چې دافغانستان په جنګ کې دامریکا پوځی سټراټژۍ ماته خوړلې ده .

په افغانستان د امریکا او دهغې د متحدانو دلښکر کشۍ کابو اتلس کلونه تیریږی ، خو په دغو کلونو کې نه یوازې په افغانستان کې امنیت اوسوله ټینګه شوې نه ده ،بلکې نارکاری ،ترهه ګری او دنشه ایزو توکو تولید اوقاچاق لاپراخ شوی دی او په دغه جنګ کې په لسګونو زره عام افغانان هم قربانی شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي