برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا دافغانستان جنګ خصوصی کول غواړی

دیوراپورله مخی دامریکا د بلیک واټر(Black Water) امنیتی شرکت پخوانی مشر اریک پرنس (Erik Prince)په افغانستان کښې د جنګ د خصوصی یعنی پرائیویټ(Private) کولو په هکله د واشنګټن د دلچسپۍ خبر ورکړ.


هغه دانګلستان له اینډی پینډینډنټ (The Independent)ورځپاڼې سره په مرکه کښې د ناټو تړون په چوکاټ کښې په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو دشمیر د زیاتولو لپاره دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دغوښتنې په اړه وویل هغه خبره چې ټرمپ یې باید ناټو ته وکړی دا ده چې افغانستان ته دنورو عسکرو استول ګټه نلری او دعسکرو داستولو پرځاې باید دغه هیواد ته ډیرې پیسې واستول شی .
د بلیک واټر دبدنام امنیتی شرکت پخوانی مشر اریک پرنس زیاته کړه امریکا هر کال په افغانستان کښې شپږ اویا(۷۶) میلیارډه ډالره لګوی او باوری ده خصوصی امنیتی شرکتونو ته د اړونده پوځیانو د ځاې ناستې کولو پلان به دافغانستان دجنګ لګښتونه کم کړی .
بلیک واټر امنیتی شرکت دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency)ترټولو ستر ټیکه دار شرکت دی او په هغو امنیتی شرکتونو کښې ګڼل کیږی چې اوس هم په افغانستان کښې فعالیت ته دوام ورکوی .
دافغانستان حکومت په ۲۰۱۲ میلادی کال کښې د امنیتی شرکتونو فعالیتونه غیر قانونی اعلان کړی وو او دخصوصی شرکتونو مسولیت یې د خپل هیواد پولیسو ته ورسپارلی وو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي