برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا خپل اوه زره پوځیان له افغانستان څخه باسی

آریانانیوز: ډونالدټرامپ، د امریکا ولسمشر د پنجشنبه په ورځ قوس په ۲۹ نیټه په افغانستان کې د امریکایی سرتیرو کمولو امر صادر کړ.


په حاضر حال کې، د ۱۴ زرو څخه ډیر امریکایی سرتیری په افغانستان کې مستقر دی او د وال استریت ژورنال ورځپاڼه د یو امریکایی مقام څخه په نقل سره ریپورت ورکړی چی په راتلونکې څو اونیو کې به د امریکایی ۷ زرو سرتیرو د ایستنې پروسه به شروع شی.
ترامپ په داسی حال کې په افغانستان کې د امریکایی سرتیرو د شمیر کمولو امر صادر کړی چی زلمی خلیلزاد، د واشنګتن خاص نماینده د افغانستان سولې پروسی لپاره اخیرو کې د طالبانو نمایندګانو سره په ابوظبی، عربی متحده اماراتو پلازمینه کې ملاقات کړی دی.
که څه هم ابوظبی مذاکرات بیله کوم تړون پای ته ورسیده خو پوه سرچینه وال استریت ژورنال ورځپاڼی ته ویلی دی چی په دی مذاکراتو کې د طالبانو له لوری اوربند اعلان د امریکا تعهد په وړاندی د هغه هیواد نظامی حضور ادامه په اړه په افغانستان کې، بحث وشو.
یوه بله سرچینه دا ورځپاڼی ته ویلی دی چی امکان لری طالبانو ډله په افغانستان کې امریکایی سرتیرو کمولو په غبرګون، د سولې مذاکراتو ته د حسن نیت شکاره کولو لپاره لاس په یو اقدام ووهی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي