برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا حمدالله محب له دندې لیرې کوي

آریانانیوز: رويټرز خبري اژانس ته ګڼو سرچینو تائید کړې چې، په واشنګټن کې د حمدالله محب تر ناندریزو څرګندونو وروسته امریکا په «محمد اشرف غني» فشار راوړی څو حمدالله محب له دندې وشړي.


د رويټرز په قول ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري له غني سره تلیفوني تماس نیول شوی او ورته ویل شوي چې، امریکایان به نور په کابل او واشنګټن کې له حمدالله محب سره نه ګوري او نه به هم واشنګټن ته د نوموړي رسمي سفر منل کېږي.
رويټرز د ګډ حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکي «امریکایانو فشار راوړی څو حمدالله محب د ملي امنیت شورا د سلاکارۍ له دندې لیرې کړي ځګه د ملي امنیت شورا ټول لګښتونه امریکا او بهرنیان ورکوي».
یاده دې وي چې، له دندې څخه د حمدالله محب د لیرې کولو راپورونه په واشنګټن کې د نوموړي تر ناندریزو څرګندونو وروسته خپرېږي.
محب چې څو ورځې وړاندې یې واشنګټن ته د «اشرف غني» د استازي په حیث سفر درلود، په زلمی خلیلزاد تورن ولګاوه چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او په افغانستان کې د واک د تر لاسه کولو هڅې کوي.
محب همدا راز خلیلزاد له افغان حکومت څخه د سولې د پروسې د معلوماتو په پټولو او په یاده پروسه کې د افغان حکومت په «منزوي کولو» تورن کړ.
د «امریکا د بهرنیو چارو وزارت» محب دا څرګندونې (وغندولې ) او په غبرګون کې یې نوموړی احضار کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي