برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا بیاڅلور سوه نظامی ځواک افغانستان ته رالیږي

آریانانیوز: امريکايي رسنيو خبر ورکړی دی چې د ټرمپ حکومت په راتلونکې ژمي کې افغانستان ته ۴۰۰ عسکر راليږي.


راپورونه وايي چې افغانستان ته به د ويسکانسين ګارد په نامه د امريکا څلور سوه عسکر افغانستان ته وليږل شي.
ويسکانسين چې د امريکا يو ايالت هم دی، تر دې وړاندې په ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې ددغې ډلې عسکرو په عراق کې په جګړه کې برخه اخيستې ده.
دغه عسکر به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې فعاليت کوي چې په جګړو او هوايي بريدونو کې به برخه اخلي.

د شنونکو په اند په افغانستان کې د نا امنۍ او جګړې د اوږېدا لامل په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون دی او وايي چې ترڅو په افغانستان کې بهرني عسکر موجود وي افغانستان کې به جګړه دوام کوي.
شنونکي وايي چې د افغانستان د ستونزې حل په جګړه کې نه دی او بايد دغه ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرينو ځواکونو بريدونه او چاپې زیات شوي دي چې ولسي خلک يې انديښمن کړی دي.
پرون په ننګرهار ولايت کې د خوګياڼو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې دولت ته اخطار ورکړ چې که په ولسي وګړو د هوايي بريدونو مخه ونه نيول شي نو خلک به ولسي پاڅون وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي