برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا به په نړیوال جنګ کښې سخته ماتی وخوری

آریانانیوز: د امریکا د رنډ (RAND Corporation) موسسې د تحقیقاتو نتیجې ددې ښودنه کوی په راتلونکی کښې دجنګ د رامینځته کیدا په بڼه کښې به امریکا له خپلو سیالانو سخته او درنه ماتی وخوری.


دامریکا رنډ موسسې (RAND Corporation)دخپلو ستراتیژیو د بیاکتنې په لړۍ کښې د روسیې او دچین په شمول د نورو قدرتونو په مقابل کښې د امریکا د امنیتی ناتوانیو او نیمګړتیاو په هکله غور کړی دی .

د امریکا رنډ موسسې چې له دفاع وزارت پینټاګان سره اړونده ده د تحقیقاتو لنډیز دا دی د دریم (۳) نړیوال جنګ د رامینځته کیدا په بڼه کښې به امریکا ماتی وخوری او د روسیې او دچین په وړاندې به خپل قدرت له لاسه ورکړی .
د امریکا رنډ موسسه په جنګ کښې د مخامخیدا لپاره د امریکا په وسونو د غور لپاره په بیلابیلو سناریوګانو بحث کړی او دغه نتیجې ته رسیدلی ده که څه هم د واشنګټن پوځی لګښتونه له اوه سوه (۷۰۰)میلیارډه ډالرو اوښتی دی خو د جنګ درامینځته کیدا په بڼه کښې به امریکا سخته ماتی وخوری .
په همدې اساس د روان کال د بودجې لایحه چې دامریکا کانګرس ته واستول شوه د پوځی لګښتونو د زیاتیدا او د حکومت د ځینو پروګرامونو د بودجې د کمیدا کتونکی ده .
داپه داسې حال کښې دی چې د امریکا د ولسی جرګې کانګرس څیړنې ددې ښودنه کوی چې په راتلونکو لسو (۱۰) کلونو کښې به دامریکا د بودجې خساره ۳۴ ټریلیونه ډالرو ته ورسیږی او له خپلو سیالیو هیوادونو سره په پرتله کښې به د واشنګټن مقام کمزوری شی .
دامریکا د بودجې نیمایی خساره به تر ۲۰۲۸ میلادی کال پورې ۳۴ ټریلیونه ډالرو ته ورزیاته شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي