برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا او ناټو سره نوي تړون ته اړتیا نشته

آریانانیوز: درسنیوپه راپور ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغان حکومت وار د مخه له ناټو او د امریکا له متحد ایالتونو سره ستراتیژیک تړونونه لري، او دې ته اړتیا نشته چې له دوی سره دې کوم نوی تړون لاسلیک کړي
نوموړي دا څرګندونې د شنبې پر ورځ په کابل کې د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې
له دې خبري ناسته سره سم افغان حکومت او امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو او سولې په تړاو یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه
ارګ کې جوړې شوې غونډې ته ښاغلي غني وویل افغان دولت د امریکا او طالبانو هوکړه کې ځینې برخو باندې ملاحظې لري چې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې به پرې بحث وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي