برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکایي نیواکګروپوځیانو د بریدونو په مهال ترسلوزیات ملکیان یی وژلی دی

آریانانیوز: د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» د نړۍ په بیلابېلو هیوادونو کې د خپل پوځ له لوري عملیاتو په مهال دوژل شوو ملکي وګړو ارقام خپاره کړي، چې تر ټولو لوړه شمېره یې په افغانستان کې ده
د پنټاګان له لوري په خپاره شوي راپور په بنسټ لیکلي، چې تېر کال د امریکایي پوځ د بریدونو په مهال په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي
راپور کې وړاندې زیاته شوې، تر ټولو زیاته شمېره ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي، چې شمېر یې ۱۰۸ ته رسېږي
د امریکا دفاع وزارت ددې تر څنګ خوښي ښودلې، چې تېر کال د ملکي وګړو مرګ ژوبله د نورو کلونو په پرتله کمه وه
په ورته وخت کې یو شمېر څارونکي بنسټونه د امریکا له لوري د ملکي تلفاتو په خپرو شویو ارقامو شک ښيي، او ادعا لري، چې امریکايي پوځ شاید تر دې زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وي
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته نظر دی او وایي، پنټاګون ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ ژوبلې شمېر ډېر کم ښیي.

شریک یي کړئ!