برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایان هیڅ نړیوال تعهد او قانون ته ژمن نه دي او د پیسو لپاره عام خلګ وژني

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان د ولسې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي تیره شنبه په تهران کې د تروریزم ضد کنفرانس ګډونوالو ته وویل امریکایان هیڅ نړیوال تعهد او قانون ته ژمن نه دي او د پیسو لپاره عام خلګ وژني.


یاد کنفرانس چې د ترکیې، افغانستان، پاکستان، چین او روسیې د پارلمان مشرانو پکې ګډون درلود نن ورځ په تهران کې خپله دوهمه ناسته ترسره کړه.
ابراهیمي ددې کنفرانس ګډونوالو ته وویل « امریکایان چې هر ځای پیسې وویني عام خلګ ورته وژني، دوی هیڅ نړیوال قانون او تعهد ته ژمن نه دي، افغانستان اوس د عامو وګړو په یوه قتلګاه بدل شوی او امریکا ولسي وګړي د تروریزم ضد جګړې په نامه وژني».
ابراهیمي د تروریزم په مخنیوي کې د سیمه ئیزو هیوادونو متحد کېدل اړین وبلل او په دې لاره کې یې د اغېزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.
عبدالرؤف ابراهیمي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ګډو ځواکونو د شپنیو چاپو او بمباریو له امله په افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي.
تېره ورځ طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ کړی وو چې «که امریکایان د ولسي وګړو وژلو ته ادامه ورکړي دوی به د مذاکراتو په ځنډ غور وکړي».

شریک یي کړئ!