برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایان دې ناکامې فارمولې بیا بیا نه تجربه کوي

طالبان وایي امریکا چې په تیرو اوولسو کلونو کې د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره څومره پوځي ستراتيژۍ تجربه کړې دي، ټولې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي، نو ځکه د عقل غوښتنه دا ده چې امریکایان باید د پوځي ستراتيژۍ پر ځای د تفاهم لاره ونیسي.



په دې وروستیو کې رویټرز آژانس په یوه تحلیلي راپور کې د افغانستان لپاره دټرمپ پوځي ستراتيژي ناکامه وبلله، دغه راز د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن له خپلې دندې معزول شوی او پر ځای یې بل جنرال ټاکل شوی دی. طالبانو همدې جریاناتو ته په اشاره ویلي(له دې راپورونو څخه فی الجمله دا پایله راوځي چې په افغانستان کې دامریکایانو یوه بله جنګي ستراتيژي ناکامه او اتم پوځي جنرال یې هم په شکست محکوم شو)

طالبانو زیاته کړې(په تجربوي علومو کې قاعده دا ده کله چې یوه فارموله له څو ځلې تجربې وروسته مطلوبه نتیجه نه ورکوي، نو فارموله غلطه ده او په عوض یې باید بله فارموله تر کار لاندې ونیول شي. په افغانستان کې د امریکا پوځي فارمولې له تیرو اوولسو کلونو راهیسې غلطې نتیجې ورکوي او پرلپسې ناکامیږي. خود سپينې ماڼۍ چارواکي د دې په ځای چې له معقولیته کار واخلي لا هم په پوځي فارمولو او ستراتيژیو ازمویلو باور لري او د اتم جنرال له ناکامۍ وروسته نهم جنرال د جګړې ډګر ته رالیږي)
طالبانو د تبصرې په پای کې امریکایانو ته توصیه کړې چې د پوځي فارمولو د بیا بیا تجربې په عوض دې د تفاهم لاره ونیسي او له دوی سره دې مخامخ خبرې پیل کړې.
په دې وروستیو کې لویدیځ مطبوعات پرلپسې د افغانستان لپاره د ټرمپ د ستراتيژۍ د بې اغیزې توب په اړه تبصرې کوي. د افغانستان د چارو څارونکي تحلیلګران وایي د څه کم یوه کال له تیریدو وروسته لا هم امریکایانو په افغانستان کې کومه څرګنده بریا نه ده ترلاسه کړې. علاوه لا دا چې طالبان د پرمختګ په حال کې دې او نورې سیمې لاندې کوي.

شریک یي کړئ!