برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایانو ملکيانو ته دروند ځاني او مالي زیان اړولی

آریانانیوز: د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې امریکايي او کورنیو عسکرو د ولسوالۍ بازار کې لسګونه دوکانونه په بمونو الوزولي او اوه تنه کلیوال يې وژلي.


ګډو عسکرو تېره شپه د نکې ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا ۴۰ دوکانونه په بمونو والوزول او د دوو زده کوونکو په ګډون يې اوه تنه ولسي وګړي وژلي او پنځه نور يې ژوندي وړي دي.
ځايي سرچينې وايي ښايي مالي او ځاني تلفات تر دې هم ډېر وي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې بهرنیانو او کورنیو همکارانو يې د دوکانونو تر څنګ یو کور هم په بمونو الوزولی دی.
څو میاشتې وړاندې هم امریکایانو په همدې بازار کې یو کلینیک ونړاوه او ډاکټران يې له ځان سره یووړل.
ځايي قومي مخورو په دې اړه ولایتي ادارې ته شکایتونه وکړل، خو د دوی په وینا ځای يې ونه نیو.
د پکتیکا ځايي چارواکو تر اوسه د تازه جنایاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې هم‌مهاله د غزني په واغظ ولسوالۍ کې هم پر یوې مدرسې امریکایانو او داخلي عسکرو چاپه وهلې او د مدرسې اوه تنه طالبان يې وژلي دي.
که څه هم څو ورځې وړاندې مشرانو جرګې پر حکومت او بهرنیانو غږ وکړ، چې دا قصدي ملکي وژنه ده او باید لاس ترې واخیستل شي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
بهرني او کورني عسکر له نږدې یوې اوونۍ خال خال وقفې وروسته بېرته ملکي تلفات خپله دنده ګڼلې او دوام يې ورکړی دی.
دوه ورځې وړاندې په چک ولسوالۍ کې هم د کلي د ملا امام ولی الله په ګډون څلو کلیوال امریکایانو ووژل او څلور نور يې ژوندي یووړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي