برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي قومندان د ټرمپ د ستراتېژۍ ناکامي پټوي

طالبانو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د هوايي قواو د قومندان څرګندونې د ټرمپ د ستراتېژۍ د ناکامۍ د پټولو هڅه بللې.



دغه امریکايي قومندان جنرال لیسن بنچ په پنټاګون کې خبري غونډې ته ویلي، تازه يې ۱۵۴ هوايي بریدونه کړي، د طالبانو مالي سرچينې يې له منځه وړې او همدارنګه يې پرلټونه پر طالبانو اغېز لرونکي یاد کړل.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپاره کړي بیان کې ويلي، دوی هوايي بریدونو کې ولسي ځایونه، بازارونه، مسجدونه او مدارس په نښه کړي دي.
امریکايي قومندان پرلټونه د ټرمپ د ستراتېژۍ د «بریا» د نمونې په توګه یاد کړي، خو ښاغلي احمد لیکلي: «د اشغالګرو جنرالانو لخوا داسې ادعاوې د دې لپاره دي چې د ټرمپ ناکامه ستراتيژۍ له رسوايي څخه عامه امریکايي افکار په بله واړوي.»
قاري یوسف احمدي په خپاره کړي بیان کې د دوی د مالي سرچینو له منځه وړل هم پوچه دعوه بللې او و لیکلي يې دي: «مجاهدین تجارتي مراکز او منابع هم نه لري چې دښمن يې په نښه کړي.»
وړمه ورځ د نورستان په وانټ وایګل کې هم د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د شلو شاوخوا ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو، چې ځايي ادارې د شپږو تنو ولسي وګړو د وژنې پخلی وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي