برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکايي فوځیان له افغانستان څخه نه وځي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د امریکايي پوځیانو د څارنې تر ټولو جګپوړی قوماندان وايي، طالبانو هغه شرطونه په ځای کړي نه دي چې د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې په موافقه کې یې د هغو د عملي کولو ژمنه کړې وه او پر اساس یې له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان له دې هیواده وځي
د امریکایي ترهګرو ځواکونو د مرکز قوماندان جنرال فرانک مکنزي د چهارشنبې په ورځ وویل، امریکا ژمنه کړې وه چې تر جولای وړاندې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۵۰۰ ته راکمه کړي او دا کار یې تر مهالوېش وړاندې کړی دی
دغه امریکایی جنرال ټینګار وکړ چې د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې د ټولو امریکايی پوځیانو ایستل د شرطونو له پوره کولو سره تړلي دي
مکینزي وویل «شرطونه دا دي: ایا موږ ډاډ ترلاسه کولی شو چې له دې ځایه (افغانستانه) بیا پر موږ حملې نه کېږي؟ او که اوس له ما وپوښتئ، په صداقت ویلی شم چې دا شرطونه عملي شوي نه دي
دا په داسي حال کې دی چي طالبان بیا پر امریکایانو تور لګوي چي پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي
اکثره افغان کاربوهان په دې باور دي چي د افغانستان د سولي په پروسه کې امریکا دوه ګوني چلند غوره کړې ځکه نه غواړي په دې هیواد کې جګړه پای ته ورسیږي او له دې هیواد څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array