برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

امریکايي سناتور په افغانستان کې د بایډن پر کمزوري فعالیت نیوکه وکړه

آریانانیوز: نفوذ لرونکی جمهوري غوښتونکی سناتور ټیډ کروز وايي، بایډن طالبانو ته د افغانستان په سپارلو سره دامریکا سیالانو ته نور جرأت ورکړی دی.


دغه سناتور ټینګار وکړ چې د امریکا ولسمشر په دې کار سره روسیه وهڅوله چې اوکراین اشغال کړي.

هغه ټینګار وکړ چې بایډن د افغانستان په قضیه کې د خپلې کمزورې کړنې سره د «امریکا دښمنانو» ته نور جرأت ورکړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې بایډن د افغانستان په قضیه کې د خپلې کمزورې کړنې له امله د امریکا دښمنانو ته نور جرأت ورکړی دی.

کروز د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل بایډن طالبانو ته د افغانستان په سپارلو سره کمزوری وښوده او د امریکا سیالان دا درک کړي.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د رپوټونو له مخې روسیه غواړي چې د پولې په اوږدو کې د نورو سرتیرو په استولو سره پر اوکراین برید وکړي. خو امریکا خبرداری ورکړی چې پر مسکو به نور بندیزونه ولګوي.

په هرصورت، له افغانستان څخه د متحده ایالاتو ویجاړونکي وتلو په خپلو ژمنو د واشنګټن د متحدینو باور هم کمزوری کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي