برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امریکايي سناتورانو د افغان کډوالو د امنیتي دوسیې د بیا کتنې غوښتنه وکړه

آریانانیوز: یو شمیر جګپوړو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د امریکا د فدرالي تحقیقاتو پر ادارې غږ کړی چې له افغانستانه د ایستل شویو کډوالو دوسیه دې له سره وڅیړي.


د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ سناتورانو په یوه لیک کې ویلي چې د پنټاګون چارواکو دوی ته ویلي چې د می په څلورمه اف بي آی ته د ټولو هغو افغان پناه غوښتونکو په اړه پراخ معلومات ورکړل شوي چې د امنیتي ګواښ په توګه پیژندل شوي دي.

په لیک کې له اف بي آی څخه غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو معلومات بیا وڅیړي او ځای یې ومومي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې امریکا ته له سخت دریځو ډلو سره د تړلو ځینو عناصرو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

پنټاګون د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو پلټونکو لږترلږه 50 افغان کډوال پیژندلي چې د “احتمالي مهم امنیتي اندیښنو” په توګه پیژندل شوي چې د متحده ایالاتو ملي امنیت تهدیدوي.

دا راپور ښیې چې د متحده ایالاتو ادارو د افغان مهاجرینو د قضیې د څیړلو پر مهال ټول شته معلومات نه دي کارولي.

په لسګونو دغه کسان په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې د اوسیدو او ژوند کولو شرایط یې نه درلودل، په غلطو معلوماتو سره وتوانیدل متحده ایالاتو ته داخل شي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي