برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکادکورونا ویروس په دلیل خپل زر تنه قراردادیان د افغانستان څځه باسي

آریانانیوز: درسینوپه رپوټ امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» پلان لري، له کورونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه خپل زر تنه قراردادیان له افغانستانه وباسي
«ملټري.کام» ورځپاڼه د پنټاګان د یوه چارواکي له قوله لیکي، چې له کورونا څخه د خوندیتوب په موخه پنټاګان خپل زر تنه هغه قراردادیان له افغانستانه وباسي، چې د امریکا تابعیت لري.
پنټاګان که څه هم د خپلو قراردادیانو د ایستلو وخت نه دی په ډاګه کړی، خو وایي، د هغوی خوندیتوب یې لومړیتوب دی او په افغانستان کې د طبي وسایلو د نشتون له امله اړ دي، دوی وباسي
د ځینو شمېرو له مخې، امریکا په افغانستان کې دا مهال شپږ ویشت زره قراردادیان لري، چې له منځه یې لس زره د امریکا تابعیت لرونکي دي او د افغانستان په مختلفو برخو کې مېشت دي
له افغانستان څخه د زر تنه امریکایي قراردادیانو د ایستلو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې ددې هیواد په فوځ کې د کورونا ویروس د خپرېدو لمن پراخه شوې او تر پنځه زره زیات سرتېري یې په دې وژونکي ناروغۍ باندې اخته شوي
که څه هم څرګنده نه ده، چې په افغانستان کې مېشت امریکایي عسکر په کورونا اخته دي یا نه، خو تر دې وړاندې ناټو سازمان ویلي وو، څلور سرتېرې یې په افغانستان کې کورونا باندې ککړ شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي