برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امريکا په افغانستان کې کامیابه نشوه

آریانانیوز: امريکا څخه خپرېدونکې نيشل انټرسټ مجلې په يو تازه مطلب کې راغلي چې په افغاانستان کې امريکا بريالۍ نشوه او په دې جګړه کې له مالي او ځاني زيان پرته نور څه په لاس ورنغلل.


ددې مجلې په تازه ګڼه کې د افغانستان د وضعيت د ارزونې په اړه په يو مطلب کې راغلي دي چې امريکا په افغانستان کې له ځاني او مالي تلفاتو سره سره بيا هم ونه توانېده چې په دغه هيواد کې يو نظام او قوي حکومت رامنځته کړي.
په مطلب کې راغلي دي چې په افغانستان کې د امريکا ناکامي او ماتې يواځې د امريکا د نظاميانو په غاړه نه ده مګر په دې برخه کې د امريکا سياست او ديپلوماسۍ هم داسې څه نه دي کړي چې په افغانستان کې وضعيت کنټرول کړي او په دې هيواد کې خپل نفوذ وساتي.
دا خپرونه ليکي چې د افغانستان په اړه د امريکا سياست او دريځ ناکام دی ځکه چې دوی په دې هيواد کې ګڼ نظامي تلفات ورکړل او ډېرې پیسې يې ولګولې خو په دې هيواد کې يې نه امنيت راوست او نه د يو قوي حکومت په جوړښت بريالي شول.
په ياد مطلب کې د امريکا په حکومت غږ شوی دی چې له ديپلوماتيکو لارو هلې ځلې وکړي او په افغانستان کې د امنيت او ثبات له پاره زمينه برابره کړي.

د يادونی وړ ده چې په دې وروستيو کې امريکا په افغانستان کې ورځ تر بلې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کيږي او د امريکا حکومت په کور دننه هم د افغانستان په اړه له فشارونو سره مخ دی چې له همدې امله يې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدلو له پاره له طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو اترو لاره خپله کړې ده.

شریک یي کړئ!