برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امريکا د افغانستان او عراق له جګړو څخه هېڅ ګټی ترلاسه کړي نه دی.

آریانانیوز: له لندنه خپرېدونکې ايکانومويسټ مجلې په افغانستان او عراق کې د امريکا جګړو په اړه مقاله خپره کړې او وايي، چې دغه جګړه امريکا ته په ډېره ستره بيه تمامه شوې او هېڅ يې نه دي ترلاسه کړي ايکانوميسټ د امريکا د متقاعدو پوځيانو د وزارت چارواکو له قوله ليکلي، په تېرو اتلسو کلونو کې اووه لکونو امريکايي عسکرو د افغانستان او عراق په جګړو کې په دوره يي شکل ګډون کړی، په دغه جګړه کې نهه سوه ميليارده ډالر لګول شوي او له دغو جنګېدلو پوځيانو ۳۵ سنله يې وژل شوي او يا هم ټپيان دي
مجلې زياته کړې، چې د وژل شوو او ټپيانو سربېره لسګونه زره امريکايي عسکر په رواني ناروغيو اخته دي او د ذهني ناروغيو له امله زرګونو عسکرو ځانوژنې کړي دي
ايکانوميسټ مجله وايي، د امريکا بهرنۍ جګړې په قرضونو روانې دي او دغه قرضونه به د امريکا راتلونکي نسلونه پرې کوي
د مجلې په وينا ډېری امريکايان اوس هم فکر کوي، چې دغه جګړې د څه لپاره روانې دي او کله به پای ته ورسيږي
د مقالې په پای کې راغلي، د روانو جګړو په اړه د بې باورۍ په تړاو د امريکايي ولس نظرونه ځکه سم دي، چې دغو جګړو له ورانيو، ويجاړيو او مرګ ژوبلې پرته بل څه نه دي پريښي او بايد دغه جګړه له سوله ييزو لارو پای ته ورسيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي