برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا افغانستان ته نورې جنګي الوتکې رالیږي

آریانانیوز: امریکايي رسنيو ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې د هوايي بريدونو له پاره نورې جنګي الوتکې راليږي.


د امريکا د سي ان ان تلويزيوني کانال د خبر له مخې دغه الوتکي چې په افغانستان کې د نورو ازمويل شويو الوتکو څخه ډيره وړتيا لري په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته راورسيږي.
سي ان ان ويلي دي چې دغه جنګي الوتکې په يوې پوځي بيړۍ کې د عدن له خليج څخه د فارس خليج ته رسېدلي دي او په نږدې وخت کې به افغانستان ته ورسيږي او د امريکايي عسکرو په واک کې به ورکړل شي.
دغه f-35b جنګي الوتکې چې د پنځم نسل په نامه هم ياديږي تر دې وړاندې په صوماليه کې ازمويل شوي دي چې له هغې وروسته افغانستان ته د بمباريو او بريدونو له پاره رالېږل کيږي.
ددغه ډول الوتکو په اړه ويل شوي دي چې په بمبار کې له نورې جنګي الوتکو څخه ډيره وړتيا لري او بمونه په نيغه توګه هم توغولی شي.
د دغو نويو الوتکو د رالېږلو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په افغانستان کې له تيرې څه مودې راهيسې تر بل هر وخت زيات ملکي وګړي د هوايي بريدونو قرباني شوي دي.
په دې وروستيو لسو ورځو کې نږدې ۱۵۰ ولسي وګړي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي دي.
د نظامي او سياسي چارو شنونکي وايي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کيږي او دغه مسئله بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، خو بل لور ته په افغانستان کې د امريکايي او داخلي عسکرو د هوايي بريدونو زياتېدل، د نورو عسکرو او جنګي الوتکو رالېږل دا څرګندوي وي چې امريکا دلته د جنګ د ختمېدو په ځای د جنګ د اوږېدو پلان لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي