برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ مهر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

الازهر امام په افغانستان کې د ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه

آریانانیوز: احمد الطیب په طالبانو غږ وکړ چې د تعلیم او کارموندنې د ښځو حق ته درناوی وکړي.


احمد الطیب؛  د مصر د الازهر جومات امام او یو با نفوذه سني عالم په پښتو ژبه ټویټ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي درناوی وکړي.

هغه لیکلي: کله چې اسلام راغی ، د جاهلیت دورې دودونه یې له منځه یوړل. دوی ښځو ته حق نه ورکوله او له میرمنو سره یې د نیمګړي انسانانو په توګه پرته له ارادې او پرته له حقونو چلند کوله.

نوموړی وویل: موږ په هرچا غږ کوو چې د میرمنو تعلیم لپاره کار وکړي ، دوی ته درناوی وکړي او د دوی بشپړ حقوق تضمین کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې طالبانو د واک تر اخیستو وروسته ، په یو شمیر محدودو څانګو کې پرته په دولتي دفترونو کې د ښځو له خدمت څخه منع کړې.

په شپږم او پورته ټولګیو کې ښځینه زده کونکي هم د دوی د زده کړې له دوام څخه منع شوي ، او طالبانو ویلي چې دوی به پدې اړه پریکړه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي