برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۸ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغان کډوال له امریکا څخه د اخراج له خطر سره مخامخ دي

آریانانیوز: سي بي ایس نیوز راپور ورکړی چې زرګونه افغان کډوال له دغه هېواد څخه د اخراج له خطر سره مخامخ دي.


سي بي ایس نیوز راپور ورکړی چې د دغو پناه غوښتونکو د موقتي استوګنې جواز به په دوبي کې پای ته ورسیږي، او که د متحده ایالاتو کانګرس څه ونه کړي، دوی به د اخراج له خطر سره مخ شي.

د دغه راپور له مخې، متحده ایالاتو د روان کال د فبرورۍ تر ۱۲مې نیټې پورې د ۷۷۰۰۰ افغان کډوالو له ډلې څخه یوازې د ۴۷۷۵ کډوالو غوښتنې منلي دي.

د امریکا سنا د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۱.۷ ټریلیون ډالرو یوه لایحه تصویب کړه چې په کې سلګونه میلیارده ډالر پوځي لګښتونه شامل وو، خو په دې کې د ناڅرګندو افغان کډوالو لپاره خورا مهم لایحه نه وه شامله.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته امریکايي حکومت د کابل له هوايي ډګر څخه تر ۱۳۰ زره ډېر کسان ایستلي، چې ډېری یې امریکا ته لېږدول شوي، خو تر اوسه ډېری دغه کډوال په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

شریک یي کړئ!