برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان پوځیان قصداً ولسي وګړي په نښه کوي

آریانانیوز: د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي افغان پوځيان په لوی لاس ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کوي‎. ‎


هغه له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل، د ملکي وګړو په نښه کول، خطا نه ګڼل کېږي په وینا يې خطا یو ځل، دوه ځله ‏او درې ځله کېږي، خو پرلپسې دا غلطي تکرارول ښيي چې قصداً دا عمل ترسره کېږي‎.‎
امرخېل د خپلو خبرو د ثبوت په ډول وویل، تر اوسه چې ملکي تلفات اوښتي هیچا له هغه پېلوټه پوښتنه نه ده کړې، چې بمبار ‏يې کړی او نه يې هم کوم یو د رسنیو مخکې درولی دی‎. ‎
دغه پوځي کارپوه ووویل:«امریکا خو بابا ده، له هغه خو پوښتنه نه شي کېدلی» خو له افغان پوځیانو باید وپوښتل شي، چې دا ‏ولې کېږي‎. ‎
عتیق الله امرخېل وویل په ګڼو ملکي تلفاتو کې د بهرنیانو بمباري هم افغان پوځیانو پر غاړه اخیستې ده‎.‎
په وینا يې امریکا نه غواړي ځان افغان ولس ته ملامت کړي، خو د حکومت او ولس تر منځ فاصله لا پراخېږي‎. ‎
‎«‎خلک مړي په اوږو را بار کړي، د ولایت مخې ته يې کېږدي، چې کومه دي طالب، دا اوس څوک دي؟ غږ يې څوک نه اوري، ‏ځکه خلک له حکومته متنفره دي‎.»‎
دې پوځي شنونکي دا لوی جرم یاد کړ، چې عام وګړي په قصدي ډول ووژل شي، په وینا يې په نظامي قوانینو کې دا لوی جرم ‏دی چې سترګې پرې نه شي پټېدلی‎.‎
هغه په یوه بله تلویزوني مرکه کې دا هم وویل، چې امریکا دلته له هره اړخه ناکامه ده‎.‎
په وینا يې د امریکا په موجودیت کې د خوشبختۍ یو څرک هم نشته‎. ‎
دا په داسې حال کې دی چې پرون هم افغان پوځیانو د پکتیا په ګرده څېړۍ کې ۱۰ تنه عام کسان ووژل او ۲۱ نور يې ټپیان ‏کړل‎. ‎
تازه یوناما هم د جګړې ښکېل اړخونه تورن کړي، چې قصداً ملکي تاسیسات په نښه کوي‎. ‎

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array