برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون د ټولې نړۍ سولې ته ګواښ دی

آریانانیوز:د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر ميخايل ګورباچوف ويلي، امريکايي عسکر بايد له افغانستانه ووځي او هلته د بهرنيو پوځيانو شتون نړيوالې سولې او امنيت لپاره ګواښ دی
ګورباچوف پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال د شوروي اتحاد ولسمشر و او له افغانستانه يې د شوروي عسکرو د ايستلو پرېکړه کړې وه
ګورباچوف د امريکا له «سي ان ان» ټلويزون سره د مرکې پر مهال ويلي، ده د خپلې واکمنۍ پر مهال له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو عقلمنده پرېکړه وکړه او له امريکا يې هم غوښتي، چې دغه جګړه بايد نوره پای ته ورسيږي
۸۸ کلن ګورباچوف وايي، کله، چې ستر قدرتونه په مستقيمه توګه په جګړو کې ښکېل وي، له دې سره ټولې نړۍ ته د جګړې د اور لمبمو خپرېدو اندېښنه زياتيږي او نړيواله سوله له ګواښ سره مخ کيږي ګورباچوف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ درې ورځې مخکې په نا اعلان شوي سفر د بګرام امريکايي پوځي اډې ته راغلی و او دلته يې امريکايي پوځيانو ته د وينا پر مهال د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه خبرې کړې وې. په سيمه کې روسيه، چين او ایران مهم هېوادونه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون مخالف دي او دلته د امريکا شتون د سيمې امنيت او ثبات لپاره ګواښ بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي