برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

افغانستان په تیرو۴۸ ساعتوتوکی دکرونا ویروس مثبته پیښه ثبت کړې نه دی

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د تیرو ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د مرګونې کرونا ویروس په تړاو هيڅ مثبته پیښه افغانستان کې نده ثبت شوې، خو په دې اړه اندیښنې لا هم پرخپل ځای دي او هیواد یې له ننګونو سره مخ کړې دې.د هیواد د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تیرو ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د کرونا ویروس هيڅ کومه مثبته پیښه په افغانستان کې نده ثبت شوې. دغه وزارت زیاتوي چې اوس مهال د پنځوسو تنو طبي آزموینې په لابراتوار کې تر څیړنې لاندې دي دي چې په نږدې وخت کې به یې پایلې څرګندې شي. له کورونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې دولتي کمیټې ویلي چې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې او د خوریدو د مخنیوي لپاره یې تګلارې د عملي کیدو په حال کې دي. دغې کمیټې هرات ولایت ته د لابراتواري وسایلو د لیږد او د پاخه عمر دولتي مامورینو د رخصتولو یادونه هم وکړه کابل کې د افغان جاپان روغتون چې د کورونا ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې، هره ورځ لسګونه کسان د طبي آزموینې لپاره ورځي چې ډیرې یې تازه له ایران څخه راستانه شوي کسان دي
همداراز کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې کمیټې ویلي چې د دغه ویروس له ویرې یې د نوروز میله لغوه کړې او د وګړو د احوالو د ثبت او الکټرونیکي تذکرو ادارې یې هم رخصت کړي دي
دغه روغتون ته ورتلونکي کسان چې ډيری یې له ایران څخه تازه راغلي، انديښمن دي چې ګواکي د کورونا ویروس یې له ځان سره نه وي راوړی
د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي چې د کرونا ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره، تر ټولو غوره لار دا ده چې روغتیايي ټکو او څرګندونو ته جدي پامرنه وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي