برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان د دوه زره شل میلادی کال – شل اوریز نړیوال جام ته مستقیمه لار موندل

آریانانیوز: د کرکټ نړیوالې شورا وايي چې د ۲۰۱۸ز کال تر پایه د کوربه استرالیا پرته لومړنۍ نهه لوبډلې به د ۲۰۲۰ز کال نړیوال جام کې مستقیم لوبیږي.


افغانستان دا مهال د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې د ۹۲ پواینټونو سره اتم مقام لري او ترې وروسته په نهم او لسم مقام سري لنکا (۸۷ پواینټونه) او بنګلادیش (۷۷ پواینټونه) لوبډلې دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې پر اساس د ۲۰۲۰ز کال ۲۰ اوریز نړیوال جام به د اکتوبر او نومبر میاشتو کې په استرالیا کې ترسره شي. په دغه نړیوال جام کې به ټولټال ۴۵ لوبې ترسره شي.
د ۲۰۲۰ز کال نړیوال جام کې به ۱۶ لوبډلې ولوبیږي چې وروستۍ شپږ به یې د غوراوي پړاو څخه تیریږي.
دا لومړی وار دی چې افغانستان نړیوال جام ته د غوراوي پړاو پرته مستقیما لاره پیدا کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي