برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان ته د کرکټ نړيوال جام راوړل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کرکت نړيوال جام د روانې اوونۍ په اوږدو کې افغانستان ته راوړل کېږي.


د کرکټ د نړيوالې شورا له اصولو سره سم کوم هېوادونه چې د کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کوي، نو تر سياليو مخکې دغه جام اړوندو هېوادونو ته وړل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په لومړۍ نېټه کی وويل چې دا جام به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په پنځمه سهار مهال د کابل هوايي ډګر ته راوړل کېږي.
نوموړى وايي چې په هوايي ډګر کې به د کرکټ بورډ مسوولينو، چارواکو او مينه والو له خوا به د دغه جام راوړلو په خوښۍ کې جشن نيول کېږي.
د هوتک په وينا، په کابل کې له څو پروګرامونو وروسته به دا نړيوال جام باميان، کندهار او هرات ولايتونو ته هم یووړل شي.
د کرکټ بورډ وياند وايي چې دغو ولايتونو ته د نړيوال جام د وړلو موخه په دغه ولايت کې د کرکـټ لوبې ته وده او پرمختګ ورکول دي.
د يادونې ده، د افغانستان په ګډون لسو هېوادونو د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره موندلې وه چې ټاکل شوې د ٢٠١٩ کال په مې مياشت کې په انګلستان کې ترسره شي.
څلور کاله مخکې هم چې افغانستان نړيوال جام ته لاره موندلې، نو دغه جام کابل ته راوړل شوى و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي