برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان ایرلینډ ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

آریانانیوز: افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره ددرېیو لوبو لړۍ وګټله.



د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل اووریزو او درېیو یو ورځنیو نړیوالولوبو ترسره کولو په موخه ایرلینډ ته تللې ده.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه تېره شپه ترسره شوه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري حضرت ځاځى یو ځل بیا ښه وځلېد او د ۷ شپږیزو پر مټ یې ۸۲ منډې جوړې کړې، اصغر ستانکزي ۳۷ او نجیب ځدراڼ ۲۰ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړای او ټوله لوبډله یې په ۷۹ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۸۱ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري راشد خان ۴، مجیب ځدراڼ ۳، نبي، فرید ملک او افتاب یو یو لوبغاړي وسوځول.
په لومړي شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه، ددوو لوبو له ګټلو سره افغانستان ددرېیو لوبو لړۍ خپله کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي