آریانانیوز: دیوراپورپه اساس ولسمشر محمد اشرف غنی په بیلابیلو تجاری او اقتصادی زمینو کښې د سیمه ییزو ملګرتیاو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه نن په هرات کښې د« لاجورد» د ټرانزیټی لارې د پرانیستلو په دستورو کښې وویل دکابل حکومت له سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیاو دپراخولو کوشش کوی .
اشرف غنی زیاته کړه د لاجورد د ټرانزیټی لارې په پرانیستل کیدا سره له نړۍ سره د افغانستان د ارتباط خنډونه ختم شول .
د ولسمشر لخوا د لاجورد د ټرانزیټی لارې په رسمی ډول له پرانیستل کیدا وروسته ټاکل شوی ده چې دافغانستان د تجارتی مالونو لومړنی(۱) پیټی د اروپا بازارونو ته واستول شی .
د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان ، اذربایجان جمهوریت او د ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوی .