برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اشرف غني له عبدالله سره مناظرې ته حاضر نشو

آریانانیوز: ټاکل شوې وه، چې د آریانا نیوز په کوربتوب شپه( د وږي ۲۵) د کابل پر وخت اته نیمې بجې د داکتر غني او داکترعبدالله تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو ترټولو ستره مناظره او بحث ترسره شوی و؛ خو په وروستۍ شېبه کې یو ناڅاپه داکتر غني له داکتر عبدالله سره مناظرې ته حاضر نشو
دغې سترې تاریخي ټاکنیزې مناظرې ته د آریانا نیوز، آریانا تلویزیون، آریانا اف ایم، د آریانا نیوز اف ایم ، د آریانا نیوز یوټیوب چینل او آریانا نیوز ویبسایتبشپړ چمتووالی نیولی و او د مناظرې له پیلیدو مخکې د ولسمشرۍ امنیتي او تشریفاتي ډلو هم پوره ډاډ تر لاسه کړ او ټول د داکتر غني راتګ ته سترګې پر لار ول
دولت جوړوونکې ډلې په نوییمې دقیقه کې ټاکنیزه مناظره په دې دلیل وځنډوله، چې عبدالله عبدالله له غوره برنامې بې برخې دی او مناظره ورسره بې معنا ده
دا په داسې حال کې ده، چې داکتر عبدالله عبدالله مناظرې ته حاشر شو او د برخوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله وایي، چې داکتر غني له حساب ورکولو او حساب اخیستو وډار شو او له ماسره د خبرو له ځواکه بې برخې دی
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې ښاغلی غني دې د بریا او درغلۍ خوبونه نه ویني.
هغه وایي، چې پخپل ټول ځواک به د درغلۍ مخه ونیسم.
داکترعبدالله او داکترغني د ۲۰۱۴ کال د جنجالي ټاکنو په پایله کې د ملي وحدت حکومت جوړ کړ او دواړو حکومتي مشرانو د یاد حکومت د جوړولو لپاره د همکارۍ یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ، چې اوس دواړه د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم نوماندان دي ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې پر شپږمه، چې د روانې سپتمبر میاشتې له ۲۸ سره برابره ده ترسره شی.

شریک یي کړئ!